اقتصاد

دهرات ښار د پرمختيا لپاره څلور سوه ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې

-کابل / دوږي ٢٣مه /باختر: دهرات ښاروالۍ په ښارکې د٤٦پرمختيايي پروژو د تطبيق لپاره څلور سوه ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې . په دغو پروژو کې زياتره د سړکونو پخول شامل دي. د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق له خبريالانوسره په غونډه کې وويل څرنګه چې سړکونه زيات خراب دي او د ترميمولو وړ نه دي، په دې خاطر په ١٣٩٩کال کې زياتره پرمختيايي پروژې د ويجاړې شويو سړکونو د بياپخولو لپاره ځانګړي شوي دي. مشفق دغه راز وويل چې د درب قندهار سړک د پخولوکار په نږدې راتلونکې کې پيلېږي د هرات ښاروال د ښاري ستراتيژيک پرمختيايي چوکاټ د بشپړولو ډاډ ورکړ اوزياته يې کړه په دې پلان کې څه ناڅه د نهه سوه ميليونو ډالرو په لګښت پروژې شاملې دي. مشفق دغه پلان د هرات ښاروالۍ يو ستر برياليتوب وباله او د ده په خبره د دغه پلان په تطبيقولو سره د هرات ښاروالۍ به بريالى شي چې په ښار کې د معياري کارونو مخه ونيسي. ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته