امنیت

دهرات _ دلارام امنيت تامنيږي .

دهرات  _ دلارام  په لويه لاره کې  زياتي امنييتي پوستي  جوړيږي .

 دغه لويه لاره په  دې وروستيو کې دوسله والو طالبانو تر  ګواښ  لاندې نيول شوې ده او دغه راز خلک د دغې لاري په ځينو برخوکې  دغلو او شوکمارو دځورونې له امله شکايت کوي .

 دهرات له ولايت څخه  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې  په دې لويه لاره دزياتو امنيتي  پوستو دجوړولو پريکړه دانصار زون دقوماندانۍ دامنيتي چارو دمرستيال سمونوال توريالي عيدياني له خوا دهرات _ کندهار دلويي لاري دامنيتي حالت دڅيړنې په وخت  او دغه راز دخلکو دشکايت له مخې  شوې ده

 سمونوال  عيدياني ويلي دي چې په دي لاره کې دايمي پوستي او گرځنده ګزمي رامنځته کيږي  او فعاليت به هم زيات شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته