روغتیا

په افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١١ ته ورسېد

کابل/ د کب ٢۴مه/ باختر
په افغانستان کې د کرونا ويروس نوى مورد ثبت شو.
د هېواد په لوېديځ هرات کې روغتيايي مسوولين وايي چې ناروغ له ايران څخه راستون شوى و.
په دې اساس په افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١١ ته ورسېد.
په کرونا ويروس مشکوک کسان يوازې په کابل او د عامې روغتيا وزارت په مرکزې لابراتوارونوکې څېړل کېږي.
د هرات د عامې روغتيا يوه مسوول نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په کرونا ويروس د څو مشکوکو کسانو له جملې څخه يو تن يې مثبت وپېژندل شو.
د عامې روغتيا وزارت پرون اعلام وکړ چې د هېواد په بېلابېلو سيموکې ٥٢ مشکوک موارد ثبت شوې دي چې نتيجې يې نن اعلامېږي.
په همدې حال کې په افغانستان کې په کرونا ويروس لومړنى اخته کس چې د هرات په مرکزي روغتون کې يې درملنه شوې ده؛ خپل کور ته تللى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته