کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د ترکيې له دولتي ټلويزيون سره په مرکه کې په افغانستان کې د ناټو او امريکا د جګړې په ستراتيژۍ باندې نيوکه وکړه او ويې ويل چې تروريزم دافغانستان په کليو او کورونوکې نشته.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په دې مرکه کې په صراحت سره يوځل بيا وويل: ماتل ټينګار کړى دى؛ هغه چلند چې امريکا او ناټوله تروريزم سره دمبارزې لپاره غوره کړى دى؛ ناسم دى. دوى بايد د تروريزم په پټنځايونو، مالي سرچينو، روزنيز مرکزونو او په ايډيالوژيکي منابعو تمرکز وکړي .
دکارپوهانو په باور د ډاراچونې په روزنيزو مرکزونو او په ايډيالوژيکي منابعو تمرکز د دې سبب شوى دى چې په سيمه کې د ناامنۍ بحران زياتې جرړې وځغلوي او د ډار اچونې پرخلاف دجګړې دمتحدينو هلې ځلې دخلکو په وړاندې تر پوښتنې لاندې ونيسي. ځکه اوس ټول په دې پوهيږي چې د اډار اچونې جرړې او منګولې په کوم ځاى کې دي.
دپاکستان صدراعظم نوازشريف په خپلو وروستيو څرګندونوکې په سيمه کې د ډاراچونې شتون او دهغې پراختيا ددغه هيواد د پخوانيو سياستوالو تيروتنه بللې ده .
دغه څرګندونې هغو کسانوته دقيقه پته ده چې په پاکستان کې يې د ډار اچونې ځالي ورکي کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل