خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې څو پلورنځي د ماليې د نه ورکولو په دلیل وتړل شول

کابل / د لیندی ۴ مه / باختر
ویل کېږي په ننګرهارکې څو پلورنځي دولت ته د مالیې د نه ورکولو په دلیل تړل شوي دي.
د ننګرهار مستوفي احمد نوید بشریار باختر آژانس ته وویل چې دغه پلورنځي تر یوې میاشتې پورې له راکړې ورکړې څخه محروم دي.
هغه د پلورنځیو مالکانو ته خبردارى ورکړ چې که دولت ته د مالیې له ورکولو څخه ډډه وکړي، له مجازاتو سره به مخ شي.
د ننګرهار مستوفي وايي چې د دوی څارونکې ډلې د پلورنځیو څارنو ته دغه راز دوام ورکوي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په ننګرهار کې داسې پلورنځي هم شته چې کلونه کلونه يې دولت ته مالیه نه ده ورکړې.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته