Uncategorized

پنځه ویشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

پنځه ویشت وسله وال طالبان په روزګان کې په نویو بریدونو کې ووژل شول.

پر دغو طالبانو تېره شپه په دهراوود او خاص روزګان ولسوالیو او ترینکوټ ښار کې بریدونه وشول.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د پوځیانو په دغو بریدونو کې د درېیو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د رارسېدولو خبرونو له مخې؛ پر دغو طالبانو د پوځیانو پر پوستو د بریدونو په وخت کې د هوا او ځمکې له لارې بریدونه شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پای/ع

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته