کابل باختر د زمري اتلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست د ارګ د توحید له ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد عمومي او په ځانګړي ډول د کابل ښار او د هېواد د نورو لویو ښارونو عمومي امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه له امنیتي او دفاعي مسوولینو سره خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني د دښمن د جنګ د چلند بدلون ته په اشارې سره وویل، دښمن کمزوری شوی دی او د خپلې کمزورۍ د پټولو په موخه د تروریستي بریدونو او د عامو خلکو او ښاریانو په وژلو سره عامه ذهنونه منحرفوي.
جمهور رئیس په ټینګار سره وویل، چې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت دې په دقیق ډول وڅيړل شي او له تېرو تجربو څخه دې د دښمن د ځپلو او د دوی د ناوړه بریدونو د مخنیوي لپاره کار واخیستل شي.
جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي سکتورمسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د فساد د مخنیوي په موخه دې د خپلو منابعو په لګولو کې لا ډېر موثریت او شفافیت رامنځته کړي ځکه چې د منابعو، امکاناتو او نورو اسانتیاوو او تجهیزاتو شتون کولای شي د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې په پیاوړي کولو کې ګټور واقع شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ښار او د هېواد د نورو سترو ښارونو د امنیت پر لا ټینګښت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د کابل ګارنیزون سمبالولو، تمویل او پياوړتيا ته به لا ډېره پاملرنه وشي.
د هېواد جمهور رئیس امینتي سکتور ته لارښوونه وکړه، چې د ترفیع د عادلانه سیستم د رامنځته کولو په موخه دې یو فوق العاده کمیسیون جوړ شي، تر څو مسلکي کدرونه په کې د وړتیا او شایستګۍ په اساس ترفیع وکړي.
جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو میړانې او سرښندنو ته په اشارې سره وویل، د هېواد امنیتي ځواکونو د عمل نوښت په لاس کې اخیستی او د دښمن د هرې هڅې پر وړاندې په لوړه ملي روحیه او زړورتیا د هېواد اود خپلو خلکو دفاع کوي.
جمهور رئیس غني وویل، د زمري اته ویشتمه به نه یوازې د هېواد د خپلواکۍ ، بلکې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د خپلواکۍ د دفاع د ورځې په توګه ولمانځو.
په دغه ویډیویي کنفرانس کې د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس غلام جیلاني پوپل، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل او د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي هم ګډون درلود.
0 2 دقیقې لوستل