امنیت

دهلمند په لښکرګاه ښار کې دتوغندي د لګيدو له امله يوملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې په راکټي بريد کې يوملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
دهلمند دوالي  وياند عمر ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه تيره شپه لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې  رامنځته شوه .
يوه اړونده خبرځاى  وويل   نامعلومې ساحې  څخه يو توغول شوى توغندى دلښکرګاه ښار د بولان په ساحه کې داستوګنې يوه کورته څيرمه  ولګيد  چې له امله يې يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه کله چې  طالبان د امنيتي ځواکونو په وړاندې دمقاومت توان ونه لري او په خپلو بريدونو کې له ماتې سره مخامخ  شي لکه دماينونو  ښخول او د راکټي بريدونو په ګډون  په ناوړو تروريستي عملونو لاس پورې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته