کابل باختر دتلي دولسمه:
دسرپل ولايت دکوهستاناتوولسوالۍ پرون طالبانوونيوله .
دسرپل ولايت سيمه يزومقاماتو دباخترآژانس خبريال ته وويل :
دکوهستاناتوولسوالۍ دطالبانوپه ډله ييزوبريدونو کې دهغوى لاس ته ورغله . او څه دپاڅه دوه سوه تنه سرتيري دطالبانوله خوا کلابند شوي دي
يوه اړو نده خبرځاى وويل : چې اته څلويښت ساعته کيږي چې سرتيري دطالبانو په کلابندۍ کې دي .
سيمه يزمقامات وايي په دې باب زيات جزييات ددوى په لاس کې نشته .
ويل کيږي دطالبانوله خوا ددغو سرتيرو کلابندي اصلي علت د سپکواودرندو جنګي وسايلواو مهماتو کمښت دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ