امنیت

په ننګرهار کې ديولړچاودنو مخنيوى

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٥  :
په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو  دترسره کولو لپاره دتروريستانو طرحه ناکامه شوې ده .
درارسيدلو خبرونوله مخې :  داعشيانواوطالبانو ددغه و لايت په ځينو سيمو کې  په لويو لارو کې ماينونه ښخ کړي و چې  دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف اوشنډکړاى شوي دي.
امنيتي ځواکونو څلور ماينونه د خوږياڼيو او دروداتو دولسواليو له لويو لارو څخه کشف اوشنډکړل.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د غه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف اوشنډکړاى شوي دي.
ديوبل خبر له مخې :  دملي اردو ځواکونو د اچين  او دور بابا په ولسواليو کې  دڅلورو چاودنو درامنځته کيدو په مخنيوي بريالي شوي دي.
درارسيدلو خبرونوله  مخې :  داعشيانو  څلور ماينونه ددغو دوو ولسواليو په لويو لارو کې ښخ کړي و.
دننګرهار دوالي وياند وايي  طالبانو او داعشيانو غوښتل   دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  په ملکي وګړو دبريد په خاطر  يو لړ چاودنې رامنځته کړي خو بريالي نه شول. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته