فرهنګ

د سينما هنرمند قطبيار وفات شو

کابل/ باختر/ د وږي ١٩مه
د هېواد نوميالى سينماګر غفار قطبيار مړ شو.
دغه مشهور هنرمند د هغې ناروغۍ له امله چې له څه مودې راپدېخوا ورپېښه شوې وه؛ پرون ومړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: غفار قطبيار په زياتو فلمونو او سريالونوکې رول ولوباوه او زياتره په منفي رولونوکې څرګنديده او د سينما هنر د مينه والو ترمنځ يې ښه شهرت درلود.
د غفار قطبيار لومړنى فلم «زخم زندگي» و او هغه فلم چې ده ته يې زيات شهرت ور په برخه کړ؛ د «برباد رفته» هنري فلم دى چې څو ځلې د ټلويزيونونو له لارې هم نندارې ته وړاندې شو.
قطبيار  په ١٣٣٨ کال کې په پنجشيرکې وزيږيد او د ثانوي تعليماتو دوره يې د کابل په نادريه ليسه کې بشپړه کړه او د هغه وخت د نا مساعدو شرايطو په نسبت له هېواد څخه بهر ته لاړاو د (بي.بي.سي) په راډيو کې يې هم کار وکړ او په  ١٣٨٣ کال کې بېرته هېواد ته راستون شو.
دغه هنرمند له څه مودې راپدېخوا د ناروغۍ په بسترکې پروت و او وفات شو.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته