ورزش

دهند او افغانستان دټيمونو ترمنځ دفوټبال لوبه برابره پاى ته ورسيده

دهيواد دفوتبال ټيم دهندله ټيم سره لوبه برابره  پاى ته ورسوله .

 دهيواد دفوتبال ملي ټيم دهند له ټيم سره خپله  لومړۍ لوبه ديوې په مقابل کې په يوې سره برابره  پاى ته روسوله .

 په دې لوبه کې چې پرون مازيګر ترسره شوه په ناروي  کې د افغان دملي ټيم لوبغاړي بلال ارزو دلوبي په څلورمه دقيقه د افغانستان دټيم په ګټه  ګول وواهه .

  دغه سيالۍ چې پرون داسيا دجنوب داتو هيوادونو د ټيمونو ترمنځ په هندکې پيل شوي دافغانستان دفوتبال  ملي ټيم په بي ګروپ کې دهند ، سريلانکا ، اويونان  له ټيمونو سره  سيالۍ کوي .

 دهيواد دفوتبال  فدراسيون درسنيو دمسوول احمد شاه ساير دڅرګندونو له مخې   دافغانستان د فوتبال دملي ټيم بله لوبه دسريلانکا له ټيم سره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته