امنیت

په هلمند کې د ماین چاودنې د ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپيان کړل

لښکر ګاه/باختر/ د وری د میاشتې ۲۷ مه
د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ماین د چاودنې له امله د شپږو تنو ماشومانو په ګډون ۱۲تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، تېر ماښام اووه بجې د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ملکي وګړو په يوه موټر ماین چاودنه کړې چې له امله یې دولس تنه ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
په ورته وخت کې د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان دغه پيښه په سختو ټکو غندلې او د بېګناه ماشومانو په ګډون يې د ملکي وګړو ګڼې ګوڼې کې د ماين چاودنه ستر جنايت، وحشت او نه بخښوونکی عمل ياد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د هېواد په ختیځ ولایت لغمان کې د یوه ماین د چاودنې له مله لږ تر لږه اته تنه ماشومان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته