کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
د کابل ښار په بېلابېلو ناحيوکې د سيلاوونو د راوتلو له امله په ٢٤٠ زيانمنو شويوکورنيو نن نغدي مرسته وويشل شوه .
دباختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
د کابل ولايت سرپرست محب الله محبي د دغو مرستو د ويشلو په وخت کې وويل: دغه کورنۍ د کابل ښار او د اړوندو ولسواليو اوسيدونکي دي چې تېرکال د طبيعي پيښو له امله زيانمنې شوې وې .
ده وويل: له هغوکورنيو سره چې د خپلې کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي دي؛ د٥٠ زرو افغانيو او له هغوکورنيو سره چې کورونه يې ويجاړ شوي دي؛ ١٥ زرو افغانيو مرسته وشوه .
له پيښو سره د مبارزې د تيارى د ملي ادارې د بيړنيو حالاتو رييس محمد خان وايي چې هغه بېلابېلې سيمې چې د کابل ولايت په کچه د طبيعي پيښو له امله زيانمنې شوې دي؛ پخوا سروې شوې او د دغه شان مرستو ويشل دوام لري .
د ده دڅرګندونو له مخې: تېره اوونۍ هم له نوي زيانمنو شويو کورنيو سره دغه شان مرسته وشوه .