ټولنه

دهېواد په لويديځ کې له يوزرو اته سوه زيانمنو شويوکورنيو سره دسرې مياشتې مرستې

کابل باختر د سلواغې دولسمه : دافغاني سري مېاشتې ټولنې دهرات او بادغيس په ولايتونوکې د وروستيو وچکاليو له امله له يوزرو اته سوه زيانمنو شويو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه . په دې پړاو کې له هرې کورنۍ سره ديوې اندازې اوړو ، وريجې ، غوړيو ، دال ، نخودو ، لوبيا ، چايو او بورې مرسته شوې ده دافغاني سرې مياشتې دټولنې درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې پړاو کې دبادغيس ولايت دبالامرغاب او دابکمري په ولسواليو او دهرات ولايت دکشک کهنه په ولسوالۍ کې دله يوزرو اته سوه کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته شوې ده دغو کورنيو دوروستيو وچکاليو په بهير کې خپلې کروندې له لاسه ورکړي دي او له خپلو کورونو اوټاټوبو څخه وتلو ته اړ شوي دي . ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته