فرهنګ

مبارز راشدي : داسيا پسفيک درسنيو له کلني غونډي څخه په ستنيدو کې :

کابل باختردلړم دمياشتې ١ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين  مبارز راشدي او افغاني هيئت په سيول کې داسيايي رسنيو په جنرال اسامبله کې  ګډون  کړي دي او وايي
په دې غونډه کې داسيا او داسيا پاسفيک په شپيتو غړو هيوادونو سربېره،  دمعتبرو لويديځو رسنيو استازو هم ګډون کړي و .
هيئت د اي- بي- يو په جنرال اسامبله کې په فعال ګډون سربېره ،دهيوادونو اوسازمانونو له جګپوړو مقاماتو سره  هم وکتل .
راشدي ددغې غونډې تر څنګ  دپاکستان داطلاعاتو او خپرونو وزارت  له معين سره  وکتل او له افراطيت سره د مبارزې او دسولې دټينګښت په لاره کې د دواړو ملتونو دمشترکاتو په باب دافغانستان او پاکستان د رسنيو په تمرکز خبرې وکړې او له ځينو چلنجونو له دې جملې څخه افغانستان ته دپاکستاني خپرونو د ليږلو په باب چې په هغوکې دافغانستان دملي اردو دشهيدانو په باب ناوړه تعديلونه  وړاندې کېږي؛ اړيکې ونيول شوې او دپاکستان لورې ددغې ستونزې  دحل کولو په خاطر  دهمکارى ژمنه وکړه .
دغه راز  راشدي او ملګرې هيئت يې دهندوستان داطلاعاتو او خپرونو وزارت له معين سره  وکتل او دافغاني خبريالانو د روزنې په کار کې يې چې همدا اوس دوام لري؛ ددغه وزارت دهمکارى دپراختيا او په بيلابيلو ژورنالستيکې څانګو کې  د روزنې د زياتوالې  غوښتنه وکړه .
دغه راز هيئت داسيا پاسفيک داطلاعاتو دپرمختيا دانستيتوت له مرستيال سره  وکتل او پريکړه وشوه چې يو شمېر افغان خبريالان دې هم په دې مرکز کې زده کړه پيل کړي .
  دغه رازهيئت د اسيا د راډيو ټلويزيون داتحاديې  له سکرټرجنرال جواد تقى سره  وکتل .
ټاکل شوى ده افغانستان له دغه مرکز سره  دهمکارى درې اړخيز درې نيم کلن  تفاهم ليک  لاسليک کړي .
  افغانستان به دملګروملتو دسازمان دظرفيتونو دپياوړتيا دپرمختيا دپروژې په باب له هندي لورې څخه يو تفاهم ليک لاسليک کړي او دهغه له مخې به دملي راډيو ټلويزيون مسلکې کارکوونکې په دې مرکز کې  ټاکلې روزنيزې دورې  تيرې کړي.
دغه سازمان  چې د ژورنالستانو لپاره ډيره ستر روزنيز مرکز دى؛ ژمنه کړې ده چې دافغانستان د دولتي او غير دولتي رسنيو دکارکوونکو  دظرفيت په لوړولو کې به  همکاري وکړي .
  هيئت د (ابيو) سازمان دکاپي رايټ  دبرخې له رييس سره دکاپي رايټ د اجرا کولو د روزنې په باب  موافقه وکړه .
ددغه هيئت په ترکېب کې دملي راډيو ټلويزيون لوى رييس  زرين انځور او ددغې ادارې دپلان آمر عبدالرحمن پنجشيري  شامل و .
هيئت دغه راز د فلپين هيواد  له برخه والو استازو سره د دوه اړخيزو همکاريو دپراختيا په باب  خبرې  کړې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته