فرهنګ

دهنر او فرهنګ ددوو تنو کارکوونکو له کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
  دهېواد له هنرمندانو اوفرهنګيانو سره دمرستو په دوام نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لارې  دهنر او فرهنګ ددوو تنو دکارکوونکوله کورنيو سره مرسته وشوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغو مرستو په دوام د راډيو تلويزيون دهنرمندې قندي کوچۍ له کورنۍ  او دمتوفى شاعر  او ليکوال  عبدالروف  قتيل خوږياڼي له کورنۍ  سره د اووه ديرشو زرو افغانيو مرسته وشوه .
  دغه مرستې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست  پوهاند محمد رسول باوري په لارښوونه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر درييسې  محبوبې  بابه کرخيل  او ددغه وزارت دوياندمحمد صابر  مومند له خوا وسپارلې شوې .
تراوسه پورې دهنر او فرهنګ داووه ويشتو تنو کارکوونکو  له کورنيو سره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لارې  مرستې  شوې دي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته