نړۍ

په عراق کې ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

بغداد باختر  دلړم  شپاړسمه
دعراق دپايتخت بغداد په شمال کې په موټر کې د ځاى پرځاى کړي شويو بمونو دچاودنې له امله څه ناڅه لس تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
داسوشيتد پرس دخبري اژانس دخبر له مخې، دغه چاودنه نن يوې پوځي اډې ته څيرمه هغه وخت وشوه چې پوځيان دبغداد په شمال کې له تاجي اډې څخه دوتلو په حال کې وو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په وژل شويو کسانوکې  څلور تنه عسکر شامل دي اوڅو ليږدونکي واسطي هم زيانمنې شوي دي . که څه هم په عراق کې تاوتريخوالي  له ٢٠٠٦کال راپديخوا کمښت موندلى دى خو په دغه هيواد کې بمي بريدونه او دوسله والو کسانو بريدونه لاتراوسه پورې هم کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته