امنیت

په ننګرهار کې یو تن د خپل ماین ښکار شو

کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
هغه سړى چې غوښتل يې تېره شپه په ننګرهار کې د برېښنا يوه پايه د ماين په چولو سره ويجاړه کړي، د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د ننګرهار برېښنا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه سړی د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پير صاحب زيارت په سيمه کې د برېښنا يوې پايې ته څېرمه د هغه ماين په چاودنه کې وژل شوى دى چې غوښتل يې د برېښنا يوه پايه ويجاړه کړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته