ټولنه

دهواپوهنې دستګاوې دانرژۍ او اوبو له وزارت څخه دهواپوهنې ادارې ته ليږدولې کيږي .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دانرژې او اوبو  له وزارت څخه  دملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې ته دهواپوهنې  دبرخې  ددستګاو دليږدونې  په موخه  يوه غونډه جوړه شوه  .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې چې  دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې  دلوى رييس  محمود شاه  حبيبي ،  دانرژۍ او اوبو وزارت دمعين  او ددغو دواړو  ادارو دځينو رييسانو په ګډون جوړه شوې وه  دملکي هوايي چلند  خپلواکې ادارې ته دهوا پوهنې ددستګاو دليږدونې په باب  خبرې وشوې .
  په دې غونډه کې داړوندو څانګو رييسانو ته لارښوونه وشوه  چې له نړيوال بانک سره  په همکاري کې دې  دهواپوهنې ددستګاو  دليږدونې په موخه  اقدامات  ترلاس لاندې  ونيسي .
  ديادونې وړ ده چې دهېواد  دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې  دهواپوهنې رياست  دهواپوهنې دخدمتونو  دوړاندې کولو مسووليت پرغاړه لري او په دې وروستيو وختو کې په دې برخه کې  ښه پرمختګونه شوي دي .  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته