سیاست

تبـــــــــــــــــــــــــــــــصـــــــر ه

کابلباختر دچنګاښ ٢٨مـــــــــــــــه

 د افغا نستان داسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي په دې کارټينګار کوي چې دسو لۍ دغږ اوچتول په دې مفهوم نه دي چې ترورستې عملو نه هيريږي

دوي (ترورستان ) دي بايد په دې پوه شي چې ددوي هيڅ عمل نه پټيږي او ددغه شان عملو نو په وړا ندې به ځوا ب ورکوونکي و او سي

 دباختر ا ژانس مبصر ليکي : د افغا نستان داسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي چې پرون يي دپو ليسو له اکاډمي څخه دځوانو افسرا نو داوومې دوري دفراغت په مراسمو کې خبرې کو لي په هيواد کې د وروستيو ترورستې بريدونو او په مشخصه تو ګه په سمنګانو او قند هار کې د بريدونو دغبرګون په ترڅ کې په ډا ګه وويل هغه کسان چې ددغو ترورستي پيښو ترشا ولاړ دي فکر و نه کړي هغه غږ چې دسو لې لپاره يې اوچتوو ، ددې ما نا نه لري چې ددوى عملو نه هيريږي

بايد دوي په دې پوه شي چې هر هغه قتل چې په دې خا وره کې يې کړي دي ، وکيل ، قو مې مشر، ديني عالم ، ښوونکى ، پلار او يا ماشوم يې شهيدان کړي په خا طروکې دي او نه هيريږي دوي به يوه ورځ دخپلو دغوعملونو ځوا ب وو ايې

 دښاغلي کرزي څرګندوني په داسي حال کې کيږي چې په ده د انتقاد کوونکو او رسنيو له خوا تور لګول شوي دي چې له وسله والو مخالفينو سره دسولې او تفاهم په مقصد يې مصلحتو نو ته زيا ته مخه کړى ده ، خود هيواد جمهور رئيس په خپلو وروستيو خبرو سره دا کار په ډا ګه کړ چې ترورستان او انسان وژونکي له قانون اود خلکو له سترګو څخه لري نه دي او هغه ورځ به را ورسيږي چې دوي دخپلو نا وړو عملو نو په وړا ندې ځواب ووايي

جمهور رئيس دغه راز په داگه کړه چې دسولې بهير په ورانکارو اوترورستې عملو نو سره تو جيه کيداي شى او له ترورستا نو او جنايتکارانو سره حساب به جلا وي

 جمهور رئيس څرګنده کړه چې د وسله والو مخالفينو سره خبري به دوام ومومي او تا وتريخو الۍ نه شي کيداى چې دفشار وسيله وي

 د هيواد جمهوررئيس دغه څرګند پيغام له ځان سره درلود چې په ترورستې عملو نوکې نغښتې نه وي او هغه کسان چې غواړي د ترورستې عملو نو تر  شاه پټ شى ځان د هيواد په سياسي فضا واکمن کړي ، بايد په دې پوه شى چې خلک به يوه ورځ له دوي سره محاسبه و کړي اود خپلو ناوړو عملو نو ځوا ب ووايي

ښاغلي کرزي ددغو خبرو په طرحه کولو سره دناوړو عملو نو په وړاندې د افغا نستان داسلا مى جمهوريت ددولت دسو لې دبهير او دريځ په اړوند دپو ښتنو حجم کم کړ .

د هيواد جمهور رئيس ښا غلي کرزي په خپلو پرونيو خبرو کى له دې ټکى سره هم اړيکى و نيو لي چې د هيواد امنيتي مرکزو نه دې بايد  په غوڅه توګه غير سياسي وي بايد له هيڅ سياسي جريان سره اړيکى ونه لري بلکي دقا نون دفاع و کړې او په ټولنه کې دي دهغه دتطبيق زمينه برا بره کړي

حامدکرزي په د اسي حال کې د امنيتي مرکزونو په غير سياسي والۍ ټينګار کوي چې په تيرو وختونوکې په سياسي مسئلو کې دپوځيا نو لاس وهنو نا وړي نتيجې لرلي

افغا نستان هغه هيواد چې د مو کرا سي نوى تجر به کوي دې ته اړتيا لري چې په هيواد کې ددمو کراسي ارزښتو نه وسا تل شى . دقا نون تطبيق او قانو نيت ددمو کراسي يو شا خص دي نو لا زمه ده چې زموږ امنيتي مرکزو نه په تيره بيا اردو چې د ودي په حال کې ده داسي عيارشي چې د ملي ارزښتونو دفاع ته د خپل کار په سر کې ځاى ور کړي او له سياسي ډلبنديو څخه لري وي

 له شک پرته چې ديو ملت اقتدار او ظرفيت د  هغه په دفا عى ځواکمنې کې محاسبه کيږي

د جمهور رئيس له پرونيو خبرو داسي استنباط کيږي چې افغانستان ددغه شان اقتدار او ظرفيت لپاره کارکوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته