امنیت

پنځه ويشت وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل /د وري ٤مه / باختر
پنځه ويشت وسله وال طالبآن په قندهار کې له افغان ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول او ١٠ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه هغه وخت ونښتې چې يرغلګرو د شاه ولي کوټ ،ژېړي او ارغنداب په ولسواليوکې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل وکړ.
د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دغو جګړوکې ٢٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانوله بريد څخه خبر و.
طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتولارو څخه د ٢٣ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړه څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه. پوليس وايي له دغه ډيپو څخه يوشمېر توغندي، چاوديدونکي توکي، بمونه اوماينونه ترلاسه شول.

ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته