ټولنه

ملګري ملتونه: په کندز او بغلان کې زيات شمېر خلک بېځايه شوي دي

کابل باختر د ثور اته ويشتمه :
د ملګروملتو سازمان وايي چې د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې په ورځ کې کابو زر تنه دې ته اړ شوي دي چې د جګړې په علت له خپلو کورونو څخه بېځايه شي .
په کابل کې د دغه سازمان د بيړنيو بشري مرستو د ادارې يوه مسوول ستيسي وينستن د آزادۍ راډيو ته وويل: د انديښنې وړ ده چې دغه اداره د روان ميلادي کال په لومړيو څلورو مياشتوکې د افغانستان په بېلابېلو  سيموکې له يو سلو اتلسو زرو بېځايه شويو کورنيو سره مخامخه شوې ده .
د وينستن دڅرګندونوله مخې: کندز او بغلان د نورو ولايتونو په نسبت زيات شمېر بېځايه شوي کسان لري او د ٢٠١٦ ميلادي کال په لومړيو څلورو مياشتو کې موږ په بغلان ولايت کې زيات شمېرکورني بېځايه شوي کسان ثبت او راجستر کړي دي چې شمېر يې له ديرشو زرو تنوڅخه اوړي .
په تعقيب يې کندز دى چې په همدې وخت کې په دغه ولايت کې څه ناڅه پنځلس زره تنه له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړشوي دي .
  ميرمن وينستن زياتوي چې په تيرو څلورومياشتوکې ديارلس زره تنه په روزګان   ولايت کې او کابو نهه زره تنه په هلمندکې له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي دي.
  دغه ارقام يې د انديښنې وړ وبلل او ويې ويل چې په افغانستان کې  روانه جګړه له خپلو کورونو څخه د خلکو دبېځايه کيدو يومهم عامل دى او په ځينو مواردو کې خلک د طبيعي  آفتونو په نسبت بې کوره شوي دي . 
د ملګروملتو سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د کورنيو بېځايه شويوکسانو د زياتوالي له امله انديښنه څرګندوي چې ياغي طالبان څو اوونۍ مخکې پسرلني عمليات پيل کړل  او حکومت هم  د هغو په وړاندې پراخ متقابل عمليات پيل کړل .
په افغانستان د کورنيو بېځايه شويوکسانو په اړوند د ملګرو ملتو د سازمان وروستي رپوټ ښيي چې د دغه هېواد له څلورو ديرش ولايتونو څخه په څليرويشتوکې يې کورني بېځايه شوي کسان ثبت او راجستر شوي دي .
څلورمه برخه دغه بېځايه شوي کسان په هغو سيموکې دي چې مرستندوي سازمانونه برلاسي پرې نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته