سیاست

د بهرنيو چارو وزارت معينې د قزاقستان له سفير سره په کابل کې وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣نيټه :        
د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معينې عادلې راز پرون په کابل کې  د قزاقستان له سفير عليم ياسينوف سره د خپل کار په دفتر کې وکتل .
د بهرنيو چارو زارت د عامه اړيکو او اطلاعاتو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:  
په دې کتنه کې ياسينوف د افغانستان او قزاقستان په اقتصادي، تجارتي او فرهنګي برخوکې د لا زياتو اړيکو د پياوړتيا او پراختيا او دغه راز په افغانستان  کې په بېلابېلو برخوکې د افغان ښځو د پياوړتيا د هلوځلو د همکاريو په باب  خبرې وکړې .
وروسته عادلې راز د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سياسي او اقتصادي مناسباتو او اړيکو د اهميت په باب د قزاقستان له هميشنيو همکاريو څخه د مننې په ترڅ کې خبرې وکړې، زياته يې کړه: د افغان ښځو اقتصادي پياوړتيا د افغانستان د اسلامي جمهوريت يو له کاري لومړيتوبونو څخه ده او د هېواد لومړۍ ميرمنې هم د ښځو د اقتصادي پياوړتيا په برخو او د سولې په بهيرکې  دوى ته مهم او ارزښتناک فعاليتونه ترسره کړي دي .
دغه راز ميرمن راز د ښځو پياوړتيا يې په نورو برخوکې اغيزمنه وبلله او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ګډو همکاريو د غونډې په جوړولو ټينګاروکړ،
ددغه شان غونډو جوړول يې د قزاقستان له اقتصادي تجربو څخه د زده کولو لپاره ښه فرصت وباله.
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته