فرهنګ

دکاپي رايت دبورد پنځمه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دثور ٣٠مه :
دکاپي رايت دملاتړ دبورد پنځمه غونډه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو دمعين فاضل سانچارکي په مشرۍ  جوړه شوه .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله  مخې ، په دې غونډه کې  دخپرونو دچارو معين دبورد له غړو او دمولف او مصنف دحقوقو موضوع ته  دژورې پاملرنې له امله  په مننې سره زياته کړه چې په اوسنى غونډه کې دوه شکايتونه لرو يو دعازموانتشاراتو او دبصيرت دانتشاراتو شکايت او بل د اميري د انتشاراتو او د نويسا دانتشاراتو شکايت او سربيره پردې  دکاپي رايت دملاتړ دبورد دوروستي کولو په باب خبرې کوو .
  سانچارکي زياته کړه چې دکاپي رايت دملاتړ بورد او دکتاب  دچاپ اوخپرولو زياتوالي او په هېواد کې د فکري او معنوي اثارو د پلورنې دبازار سمون ته په پاملرنې  سره دمولف او مصنف له حقوقو سره دملاتړ په برخه کې دروند مسووليت  په اوږو لري او بايد هڅه وکړي  چې دليکوالو دزيار ملاتړوکړي او له ادبي او هنري غلاو څخه  دنورو دګټې اخستنې مخه ونيسي .
په دې غونډه کې دشکايت دلورو په شتون په اجندا کې شاملې موضوعګانې وڅيرلې شوې  او لازمې پريکړې وشوې .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته