نړۍ

په بريتانيا کې دپناه غوښتوونکو ماشومانو بې درکه کيدل .

لندن  باختر  دوږي  څوارلسمه :
له يوزيات شمير پناه غوښتوونکو  ماشومانو څخه دناوړې استفادې په باره کې دانديښنو په څپه کې په سلګونو تنه ماشومان په بريتانيا کې بې درکه شوي دي .
دبريتانوي ورځپاڼې اينديپندنت دخبر له مخې بريتانوي  مقامات ددغو ٣٦٠ تنو ماشومانو دبرخليک او په دې باب چې ايا روغ رمت دي معلومات نه لري .
ويل کيږي چې ددغو کابو ٢٠٠ تنو ماشومانو له بې درکه کيدو له وخت څخه تراوسه پورې څه ناڅه دوه کاله تير شوي دي  .
اينديپندنت ورځپاڼې په ليکنه په تيرو پنځو کلونوکې ٩٢٨٧ تنو ماشومانو او تنکيو ځوانانو له ميندو او پلرونو اويا له خپلو سرپرستانو پرته بريتانيا ته پ سفر کړى دى او له دغه هېواد څخه يې پناه غوښتې ده .
زياتره دغه کوچني اوکم عمر لرونکي پناه غوښتوونکي د جګړې اوبې وزلۍ له امله له خپلو هېوادونوڅخه وتلي دي .
دبريتانيا دحکومت يوه وياند وويل: زيانمنوونکي  ماشومان  دې بايد خوندي وي او په همدې دليل کله چې يوماشوم بې درکه کيږي اړونده بنسټونه دهغوى دموندلو لپاره له سيمه ئيزو مسوولينو او پوليسو سره نږدې همکاري پيلوي .
داپه داسې حال کې ده چې داروپا پوليسو په روان کال کې اعلام کړى دى چې کابو لس زره تنه پناه غوښتوونکي ماشومان داروپا په ګوټ ګوټ کې بې درکه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته