کابل باخترد ثور دمياشتې ٣٠ :
د بغلان والي په دغه ولايت کې دکرکټ د ودې لپاره ژمنه وکړه.
د بغلان والي سلطان محمدعبادي پرون دکرکټ بورد له اجرائيوي رييس سره په کتنه کې د هيواد دکرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو دټيم برياليتوبونه وستايل او ويې ويل چې دبغلان دځوانانو ترمنځ دکرکټ د ودې په خاطر په دغه ولايت کې دکرکټ ورزشي ډ ګر معياري کوي.
دغه راز دهيواد دکرکټ بورد اجراييوي رييس ډاکتر نورمحمدمراد دبغلان دکرکټ د لوبغاړو د ودې د زمينې د برابرولو لپاره دبغلان والي ته يو لړپيشنهادونه طرحه کړل چې د والي له خوا په دې برخه کې د همکاري ژمنه وشوه.
د ډاکتر نورمحمدمراد په مشرۍ د هيواد د کرکټ بورد هيئت دکرکټ د ورزش د حالت دڅيړنې په خاطر دهيواد د شمال ولايتونو ته سفرکړى دى.
1 1 دقیقه لوستل