امنیت

هغه يرغلګرچې د قندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په ګډې قرارګاه بريدکړى و؛ ووژل شول

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
د قندهار ولايت امنيتي مسوولين وايي چې ددغه ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې د افغان پوځيانو او د بهرنيو ځواکونو په يوه ګډه قرارګاه کې حالت عادي بڼه غوړه کړې ده او هغه يرغلګر چې په دغې قرارګاه يې بريدکړى و؛ وځپل شول .
نن غرمه پنځه تنو ځانمرګو يرغلګرو هلې ځلې وکړې چې دغې قرارګاه ته ننوځي.
لومړى يوه ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر د ناټو د دغې قرارګاه د دروازې په وړاندې وچاوه او وروسته بل يرغلګر له پوځيانو سره په نښتې  لاس پورې کړ .
د قندهار د والي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل: يرغلګرله هغو پوځيانو سره د نښتې په بهيرکې چې د قرارګاه دفاع يې کوله؛ وځپل شول.
تراوسه پورې په دې نښته کې د بهرنيو پوځيانو او د افغان سرتيرو د سر د احتمالي زيان د شمېر په باب کوم خبر نه دى ترلاسه شوى.
په قندهارکې د افغان پوځيانو او د بهرنيو ځواکونو په ګډې قرارګاه بريدپه کابل کې په يوه بهرني رستورانټ له ډله ئيز بريدڅخه دوه ورځې وروسته کيږي چې له امله يې ٢١ تنه وژل شوي وو.
دغه راز دغې ډلې د مرغومي دمياشتې په لومړيو وختوکې د ننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې د افغان پوځيانو او د بهرنيو ځواکونو په يوې قرارګاه ورته بريد وکړ چې له امله يې درې تنه بهرني پوځيان او يرغلګر ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته