امنیت

په بټې کوټ کې دشاهين – ١٩ عمليات پيل شول .

-کابل باختر د تلې لومړي:
  دننګرهار ولايت دبټې کوټ ولسوالۍ په مرپوطاتو کې دشاهين  _ ١٩  په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات نن پيل شول .
دشاهين ١٠  په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا ددويم کنډک په مشرۍ دملي پوليسو سرحدي پوليسو  او دملي امنيت دځواکونو په ګډو  هلوځلو سره  ددولت  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په موخه دننګرهار ولايت دبتې کوټ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شول .
  تراوسه پورې  ددفاعي او امنيتي ملي ځواکونو په وړاندې دوسله والو مخالفينو دمقاومت په باب کوم خبر نه دى ترلاسه شوى او دغه عمليات خلکو ته دارام ژوندانه دشرايطو دتامينولو  لپاره دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته