امنیت

په روزګان کې د ١١ طالبانو وژل کېدل

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
يوولس وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه ترينکوټ ښار ته څېرمه بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې د دې ډلې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون١١وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغو وسله والو طالبانو غوښتل د روزګان په ځينو سيموکې نورو    طالبانو ته جنګي وسايل ولېږدوي چې بريدونه پرې وشول.
ويل کېږي په نښتوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبرله مخې:
په روزګان کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه.
د روزګان پوليسو نن سهار ١١ ماينونه له ګڼ مېشتو لارو په تېره بیا ترينکوټ لويې لارې څخه کشف او شنډ کړل.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته