امنیت

په زابل کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول .

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
په زابل ولايت کې  دماين دچاودنې له امله  دوه ماشومان  شهيدان شول .
  دغه پيښه  نن د شهر صفا ولسوالۍ بازار ته څيرمه  رامنځته شوه او له امله يې  ديوه ماشوم او ددوو ښځو په ګډون شپږ تنه  نور ملکي وګړي  ټپيان شول .
  دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال  غلام سخي روغ ليوني دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان شهيدان او  شپږ تنه  نور ملکي وګړي ټپيان شول.
دپوليسو دغه مقام تاييد کړه چې ددغې چاودنې په ټپيانو کې دوه ښځې اويو ماشوم هم شامل دى .  په همدې حال کې دزابل ولايت ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې چاودنې د څۀ ناڅه دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
دزابل ولايت  امنيتي  مسوولين وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولي  او وايي  چې  ددغې پيښې دعاملينو  دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
  وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ ميشتو لارو اوسيموکې دماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي  هغه اقدام چې زياتره  ملکي وګړي  پکې قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته