امنیت

په تخارکې د سيلاو د راوتلو له امله دوه تنه ماشومان ووژل شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٢
په تخار ولايت کې د سيلاوونو د راوتلو له امله د استوګنې څه دپاسه ٥٠ کورونه ويجاړ او دوه تنه ماشومان ووژل شول.
د تخار ولايت وياند سنت الله تيموري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د نمک آب، کلفګان، ورسج او د رستاق په ولسواليو او د دغه ولايت په مرکز تالقانو ښار پورې اړوند د خطابانو په سيمه کې د سيلاوونو د راوتلو له امله د استوګنې څه ناڅه ٥٠ کورونه او د کرنې په سلګونو جريبه ځمکه ويجاړه او دوه ماشومان ووژل شوي دي.
ده زياته کړه: همدا اوس سيمه ييز مسوولين ددغه طبيعي آفت له امله د زيانمنو شويو کورنيو په سروې بوخت دي او ډير ژر به دغه کورنۍ له دولتي مرستو څخه ګټه واخلي.
تخار د افغانستان په شمال کې له هغو ولايتونو څخه دى چې هر کال د موسمي اورښتونو له امله سخت سيلاوونو پکې راوځي او د استوګنې د کورونو د ويجاړتيا او د خلکو د وژنې سبب کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته