کابل/ د غويي ۲۳مه/ باختر
جمهوررییس محمداشرف غني نن د جلا ټلیفوني تماسونو له لارې د ترکمنستان او ترکیې له جمهوررییسانو سره خبرې او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وکړه.
په دغو ټلیفوني مکالمو کې د هیواد جمهوررییس له هغوی سره د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې، ټولو لوریو ټینګار وکړ چې د سیمې هیوادونو ترمنځ ښې اړیکې، همغږي او همکاري زیات ارزښت لري او اقتصادي همکارۍ دا هیوادونه پرمختګ ته رسولای شي.