سیاست

په هيواد کې دښځو حالت دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين او دملګرو ملتو دهيت دخبرو محور و

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دملګرو ملتو دسازمان له هيت سره په کتنه
کې  په بيلا بيلو ملي بهيرونو کې دښځو دحقوقو دتامينولو اودهغوى دمشارکت
په  باب خبرې وکړې   .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ارشاد احمدي نن دجندر د برابروالي دمرکز    له اجرائيوي مرستيال اودملګرو ملتو سازمان دښځو د ملاتړ له اجرا ئيوي مرستيال  جان هندرا سره په کابل کې وکتل  .
دواړو لورو دبيلا بيلو موضوعګانو له دې جملې  څخه دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو دترسره کولو دښځو ، سولې او امنيت د نړيوال کنفرانس دجوړويدو  په باب چې په کابل کې جوړيږي او د ښځو دحقوقودتامينولو او په بيلابيلو سياسي ،اقتصادي اوفرهنګي بهيرونو کې دښځو د مشارکت په اړوند خبرې وکړې  .
احمدي دښځو پرخلاف هر راز توپيراوتاوتريخوالي دلري کولو په لاره کې
دافغانستان ژمنې ته اشاره  وکړه اوويې ويل په هيواد کې دښځودظرفيتونو د
ودي اولوړوالي  په برخو کې فرصتونه اوزمينې برا برې شوي دي افغان ښځي اوس په دولتي اوغير دولتي مرکزونو ،مدني ټولنې  دمطبوعاتو او د ښوونې او روزنې  په برخو کې فعال حضور لري چې  دا په خپله په بيلابيلو برخو کې دهغې دفعالې ونډې اخستنې ښې بيلګې دي .
هندرا د ښځودحقوقود تامينولو اوپه سياسي او ټولنيز ژوندانه کې  دهغوي دګډون لپاره  داسانتياوو د برا برولو په برخه کې دافغانستان د دولت دبرياليتوبونو له
امله دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې  له افغان ښځو څخه د ملګرو ملتو دسازمان په اوږد مهالي ملاتړ باندې ټينګاروکړ  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته