فرهنګ

د حيواناتو څو تاريخي فُسيلونه ملي موزيم ته وسپارل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه
د «اخلاص ټولنې» د فرهنګي موسسې رييس، نن د حيواناتو څو تاريخي فُسيلونه په ملي موزيم کې د ساتنې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري ته وسپارل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د دغو تاريخي فُسيلونو د سپارلو په مراسموکې پوهاند باوري وويل چې دغه فُسيلونه په ډول ډول حيواناتو پورې اړه لري چې څو ميليونه کاله لرغونتيا لري او له علمي پلوه دغه فُسيلونه د زولوژۍ په برخه کې مطالعه کېږي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين، د «اخلاص ټولنې» د فرهنګي موسسې د رييس د همکارۍ له امله مننه وکړه.
په دغو مراسموکې د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي وويل چې د ډول ډول حيواناتو دغه تاريخي فُوسيلونه د کوزې پښتونخوا سيمې له سليمان غرونو څخه      ترلاسه شوي دي.
هغه وويل: دغه فُوسيلونه به د طبيعي تاريخ په څانګه کې چې په ملي موزيم کې رامنځته شوې ده؛ وساتل شي او زياته کړه چې په پام کې ده په راتلوونکي کې د ملي موزيم په چوکاټ کې د طبيعي تاريخ يو موزيم جوړ شي.
له کوزې پښتونخوا څخه د «اخلاص ټولنې» د فرهنګي موسسې رييس اطلس خان شيراني هم وويل چې دغه آثار د کوزې پښتونخوا له سيمې څخه ترلاسه شوي دي او د ساتنې په موخه ملي موزيم ته وسپارل شول.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته