امنیت

دارګون ولسوالۍ په ودانۍ ناکام بريد

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٥ :

هغه سړي چې غوښتل يې دځانمرګي بريد په ترسره کولو سره  دپکتيکا ولايت دارګون ولسوالۍ په ودانۍ يرغل وکړي ووژل شو.

دغه سړي تيره شپه دڅرخ په نامه سيمه کې  دارګون ولسوالۍ بازار ته له رسيدو مخکي دافغان امنيتي ځواکونوله خواو پيژندل شواوپه داسې حال کې چې په ځانمرګي  واسکټ سمبال و ډزې ورباندي وشوې او ووژل شو.

دپکتيکا دوالي ويندوى مخلص افغان له باختراژانس سره په اړيکه  کې دغه پيښه تائيد کړه او ويې ويل چې ددغه يرغلګر له واسکټ څخه څه ناڅه اتلس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

دمخلص افغان دڅرگندونوله مخې، دغه يرغلګر دارګون دولسوالۍ په ودانۍ دبريد نيت درلود.

افغان وويل چې دغه يرغلګر پنځه ويشت کلن و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته