امنیت

شل تنه طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :     
شل تنه وسله وال طالبان تيره شپه   په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په  جګړه کې ووژل شول.
دګرزيوان ولسوال باخترآژانس ته وويل په  دې جګړه کې  چې ددغې ولسوالۍ دغريبانوپه کليو کې ونښتې چې په نتيجه کې يې  دطالبانو ديوه قوماندان   ملاهاشم په ګډون شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  ١٢تنه نورټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه  چې ددښمن  ٢کلاشينکوفونه  هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي او دپنځو تنو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي.
پاى؛جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته