امنیت

په ننګرهار کې دهوايي بريد له امله دداعش دډلې ديوولسو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي لسمه :
په ننګرهار ولايت کې ديوه هوايي بريد له امله دداعش  دډلې يوولس  تنه غړي ووژل شول .
  په دغو جګړه مارانو تيره شپه په اچين ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي کې بريد شوى دى .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې دداعش يوولس تنه غړي وژل شوي دي .
  ده وويل: داعشيان په خپل پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې دافغانستان دپوځيانو له خوا هوايي بريد پرې وشو .
په وروستيو نږدې لسو ورځوکې دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې  دداعش په سنګرونو دافغانستان دپوځيانو هوايي بريدونو زور اخيستى دى  .هغه بريدونه چې تراوسه  پورې دداعش کابو دوه سوه تنه غړي  وژل شوي دي .
داچين ولسوالۍ  په افغانستان کې دداعشيانو ډير ستر مرکز بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته