ورزش

دهيواد ورزشکاران له اوولسو مډالونوسره له ترکيې څخه راستانه شول

 دهيواد درزمې ورزشکاران دسرو زرو له څلورو ، دسپينو زرو له څلورو، اودبرونزو له نهومډالونو سره نن له ترکيې څخه هيواد ته راستانه شول.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې  دنړۍ درزمې سياليو دويم پړاو او  داروپايي ساحل کې دسياليو دويم پړاو  چې داتلسو هيوادونو دورزشکارنو په ګډون د ٢٠١١ ميلادي کال  دنوامبر  دمياشتې له  ١١ تر٢٢ نيټې پورې په ترکيه کې پيل شوي دهيواد پنځلسو تنو ښځينه اونارينه ورزشکارانو پکي ګډون کړي و چې دنارينه له برخې څخه مجاهد حکيم زاده او وحيدالله رستمي  اوله ښځينه برخې څخه  فرشتې حسيني  اومريم خاوري ددغو سياليو دسرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

درزمې لوبو دفدراسيون دفني مرستيال عبدالواسع قيومي دڅرگندونوله مخې په دغو سياليو کې رومانيا  لومړۍ مقام ، ترکيې دويم  او افغانستان دريم مقام وګاټه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته