امنیت

اته طالبان په هرات کې ووژل شول

۴- کابل / د غويي ١١مه / باختر
په هرات کې ۸ وسله وال طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول او ۱۱ نور يې ټپیان شول.
دغه جګړې تېره شپه هغه وخت په شینډنډ ولسوالۍ کې ونښتې چې طالبانو ‎د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو نښتو کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو په هرات کې د ۱۴ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغوماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته