امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په کندز کې په نويو جګړو کې ووژل شول

 کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٢  :
په کندز ولايت کې نهه تنه وسله وال طالبان په نويو  جګړو کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو تيره شپه  کندز ښار ته څيرمه ددوى په پټنځي هوايي  بريد وشو.
دکوماندو دځواکونو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل  په دې نويو جګړو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل  کله چې وسله وال طالبان  په خپل پټنځي کې ديولړ ډاراچوونکو فعاليتونو  په سازمان ورکولو بوخت و پرې هوايي بريدوشو.
ويل کيږي په  دې هوايي بريد کې  دکليو اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز  دهوايي بريدونو  او ځمکنيو عملياتو په  زياتوالي  سره کرار کرا دکندز ښارشاوخوا او نورو سيموڅخه  دوسله والو طالبانو ټغر ټول شوى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته