کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ :
دهلمندولايت په يوه واټ کې تير ماښام ديو ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان او ديارلس تنه نور ټپيان شول.
دهلمند دوالي ويندوى عمر ځواک باخترآژانس ته وويل : دملکي وګړو دسپرلۍ
يو موټر دهلمندولايت په ناوميش ولسوالۍ کې په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او دهغې دچاودنې له امله وشوه دماشومانوپه ګډون شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان شول او ديارلس تنه نور چې ماشومان او ښځې پکې شاملي دي ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ