امنیت

دوه تنه طالبان په پکتيکا کې ووژل شول .

کابل باختر د ثور ديرشمه :
دوه تنه وسله وال  طالبان پرون  په پکتيکا ولايت کې د امنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې  ووژل شول
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دپکتيکا ولايت دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  څلور تنه نور يې ټپيان شول
په دغو  عملياتو کې ددښمن يوه اندازه  پوځي تجيهزات او پنځه موټرسايکلونه  هم ترلاسه شوي دي
ديوبل خبر له مخې، دوه تنه وسله وال طالبان دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ  مربوطاتو کې دتروريستي فعاليتونو په بهير کې  دملي اردو دځواکونو دعملياتو له امله ووژل شول  او ددښمن يوه اندازه چاوديدونکي توکي او درې موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي
ديوبل خبر له مخې، دعقاب تر عنوان لاندې  دهلمند ولايت  دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه  پوځي وسايل او تجهيزات او يوموټرسايکل  هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته