فرهنګ

دخپرونو دچارو معين : له ټاکلې مودې څخه مخکې د ودونو مخنيوي دښځو اوماشومانو ترمنځ دمړينې دکچې د کمښت سبب کيږي

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه  :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين وايي ؛ له ټاکلې  مودې څخه مخکې د ودونو دمخنيوي په موخه دملي عمل دپروګرام په تطبيق سره   دميندو او ماشومانو دمړينې  کچه ټيټيږي.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دخپرونو دچارو معين سيدآقا فاضل سانچارکي  په هغې  غونډه کې چې له ټاکلې مودې څخه مخکې د  ودونو دمخنيوي په لاره کې دملي عمل دپلان د ملاتړ لپاره  دمرستندويانو دهمکارۍ دجلبولو په مقصد دملي او نړيوالو بنسټونو له استازوسره   جوړه شوې وه  وويل  چې ددغه پروګرام په عملي کيدوسره دميندو دمړينې کچه ، کورنۍ ستونزې  او دښځو ترمنځ رواني ناروغۍ کمښت مومي.
دغه غونډه پرون  دښځو دچارو دوزيرې  ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو د چارو دمعين  ، د جمهوري رياست ددويم معاونيت داستازي  ، په کابل کې د کاناډا دسفير ، دملګروملتو دسازمان ،. نړيوال بانک او دسويډن دسفارت داستازو په ګډون  په کابل کې د کاناډا په سفارت کې  جوړه شوې وه.
سانچارکي وويل ؛ دافغانستان حکومت  ژمن دى  چې له ټاکلې مودې څخه مخکې  او دماشومانو  دودولو دمخنيوي لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي . په همدې موخه دافغانستان  حکومت  دښځو  دچارو وزارت  او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له لارې  دهمکارو ارګانونو په تيره بيا دملګروملتو دسازمان دوګړو دوجهي صندوق په مرسته  له ټاکلې مودې څخه مخکې اوپه ماشومتوب کې دنجونو دودولو دمخنيوي په لاره کې دعمل دغه پروګرام تدوين کړى دى  چې له  ٢٠١٧ ميلادي کال څخه  تر  ٢٠٢١  کال پورې به تطبيق شي
ده  زياته کړه  هيله لري چې دمرستندويو هېوادونو او دنړيوالو بنسټونوپه مرسته وکولاى شي  دغه پروګرام په افغانستان کې تطبيق کړي چې په دې برخه کې اوسنۍ ستونزې کمښت ومومي.
له بلې خوا هم په کابل کې د کاناډا سفيرديويدنيوفلد په دې غونډه کې وويل  چې د کاناډا هېواد  چمتودى چې په دې برخه کې دافغانستان له حکومت سره مالي مرسته وکړي چې وکولاى شي له ټاکلې مودې څخه مخکې اوپه ماشومتوب کې دودونو بهير کم کړي.
ديادونې وړ ده چې دغه پروګرام د هېواد په مرکز اوولايتونو کې دورکشاپونو له  جوړولو  او له نظر سنجونو وروسته بشپړ شوى دى. له نيکه مرغه دافغانستان دحکومت له خوا هم دتطبيق په مقصد تصويب شوى دى.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته