اقتصاد

دبادي او لمريزې بريښنا دتوليد دلومړنۍ بټۍ دجوړولو کار په سلو کې نوي بشپړ شوى دى .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
دهرات ولايت مسوولين  دبادي او لمريزې ګډې بريښنا  دتوليد د لومړنۍ بټۍ دجوړولو  دکار په سلو کې دنوي  پرمختګ  خبر ورکوي .
  دبادي او لمريزې  ګډې بريښنا دتوليد دلومړنۍ بټۍ دجوړولو کار چې د ١٣٩٥ کال  دوږي دمياشتې په پنځلسمه نيټه  پيل شوى و  تراوسه پورې په سلو کې نوي  بشپړ شوى دى .
  دغه بټۍ  به  چې ددوه ميګاواټه بدلون وړ انرژى دتوليد ظرفيت  ولري دهرات ولايت دګذرې ولسوالۍ  په صنعتي ښارګوټي کې  په څلور هکتاره ځمکه کې جوړيږي .
  دغه پروژه  دجاپان په مرسته  د پنځو مليونو ډالرو په لګښت جوړيږي .
  د هريرود _ مرغاب د دريايي حوزې  لوى رييس  انجنير نور احمد بارز وويل تراوسه پورې  په دغه بټۍ کې څه ناڅه  پنځه زره سولرونه  درول شوي دي او ټاکل شوې ده درې بادي توربينونه  چې هر يوه يې  دسلو کيلوواټو بريښنا  د توليد ظرفيت لري  په نږدې راتلونکي کې به ودرول شي .
د دغې پروژې  د دوه ميګاواټه بريښنا له جملې څخه يو زرو اووه سوه کيلوواټې له لمريزې انرژۍ څخه  توليد او درې سوه  کيلوواټه يې  له بادي  دستګاه  څخه توليديږي . چې ددغې پروژې مسووليت  دملګروملتو سازمان  دپروژوې خدمتونو  اداره ، دافغانستان دانرژۍ او اوبو وزارت ، دافغانستان دبريښنا دملي شرکت او کورني قرارداديان په غاړه لري .
  دهريرود_ مراغاب ددريايي حوزې  دمسوولينو دڅرګندونوله مخې ، ټاکل شوې ده  دغه پروژه  په نږدې راتلونکي کې ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
ديادونې وړ ده چې دهېواد  دانرژۍ او اوبو وزارت  دانرژۍ  زيات بادي او لمريزې پروژې  په لويديځ زون کې ترلاس لاندې لري  چې په نږدې راتلونکي کې به  اجرا شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته