امنیت

خبرتيا

-کابل/ باختر د وږي  دويمه :
د ملي دفاع وزارت خبرتيا!
د کابل ښار د ښوونځيو د دولسمو ټولګيو ټولو فارغانو ته خبرورکول کيږي چې د ملي دفاع وزوارت په بېلابېلو نظامي مسلکونوکې د دوست هېواد ترکيې د بورسونو لپاره محصلان مني .
مينه وال کولى شي د نوم ليکنې لپاره د کابل ولايت د ملي اردو د جلب او جذب مرکزونو ته د شنبې او يکشنبې په ورځوکې د روان کال د وږي د مياشتې په څلورمه او پنځمه نيټه د تابعيت د تذکرې له اصل او د دولسم ټولګي د فراغت له سندونو او له درې کلنو نمرو سره مراجعه وکړي .
  د يادونې وړ ده چې  وروستۍ آزموينه د روان کال د وږي د مياشتې په اوومه نيټه د کابل ښار په پل سوخته کې د حربي ښوونځي په قوماندانۍ کې اخستل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته