امنیت

په ننګرهار کې دپوځيانو دنويو بريدونو له امله ٢٧ تنه داعشيان وژل شوي دي.

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
دداعشيانو دډلې  ٢٧ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  ٢٧ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دبتي کوټ ، روداتو ،  هسکې مينې او ددربابا په ولسواليو  کې ددوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې   په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لاروڅخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي
له دغه  ډيپو څخه يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
  ختم_عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته