ټولنه

هراتي ځوانان وستايل شول .

کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
دهرات والي ددغه ولايت دځوانانو اکاډميک او علمي پرمختګ او خلاقيت وستايل .
دهرات والي دپوهنتون له مسوولينو او دنجونو اوهلکانو په ګډون له يوشمېر محصلانو سره په کتنه کې د٢٠٢٠ هالت پرايز په نړيوالو سياليو کې په لارې موندلې بريالي شوي دي  داکادميکو بنسټونو پياوړتيا او دځوانانو دعلمي استعدادونو دپالنې پياوړتيا ته پاملرنه يومهم کار وباله .
دهرات پوهنتون رييس ډاکتر عبدالله فايز وايي  دهرات پوهنتون دلومړي ځل لپاره  په دغوسياليو کې ګډون کړى او ښه برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي
دهرات پوهنتون دشپږو غوره اسيايي ټيمونو يوه برخه ده  چې په دغوسياليو کې ګډون کړى دى .
  په دې سياليو کې  دنړۍ له يوسلو شلو هېوادونو څخه په زرګونه پوهنتونونه ګډون کوي  او مخکښو او غوره ټيمونو ته ښکلي جايزې هم ورکول کېږي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته