نړۍ

د آلمان صدر اعظمې د افغان پناه غوښتوونکو د ايستلو د سختوالي له بهير څخه دفاع وکړه

برلين  باختر دوري نولسمه :
د آلمان صدر اعظمې انګلا مرکل  پرون  د برلين په غونډه کې د هغو افغان پناه غوښتوونکو د ايستلو د سختوالي د بهير لپاره چې د پناه غوښتنه يې رده شوې ده؛ دفاع وکړه.
ميرمن مرکل په برلين کې له پناه غوښتوونکو سره د داوطلبانه مرستې په غونډه کې وويل: د اروپا د اتحاديې ټول هېوادونه د هغه پناه غوښتوونکي چې د پناه غوښتنه يې رده شوې ده؛ بېرته افغانستان ته استوي.
د آلمان حکومت شميرنه ښيي، په ٢٠١٦ کال کې د سوريې له اوسيدونکو وروسته زياتره هغه پناه غوښتوونکي چې په آلمان کې د پناه غوښتنه يې کړې وه؛ د افغانستان اوسيدونکي دي.
په  ٢٠١٥ کال کې د مهاجرينو په زياتيدو سره د آلمان حکومت  اعلام کړى و، هغه افغان پناه غوښتوونکي چې په آلمان کې نه دي منل شوي، بېرته افغانستان ته به واستول شي .
دتېرکال د اکټوبر په مياشت کې د رد شوي پناه غوښتوونکو د بېرته استولو لپاره د آلمان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ موافقه ليکونه لاسليک شول.
له هغه وخت څخه، آلمان هره مياشت د پناه غوښتوونکي يوه الوتکه کابل ته ليږي چې زياتره يې نارينه مجردان دي.
د اروپا اتحاديې د خبرله مخې: په ٢٠١٦ کال کې د افغانستان له ١٨٣ زرو اتباعو له جملې څخه په سلوکې څه ناڅه اويا د پناه غوښتنې بلنه، آلمان منلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته