ټولنه

د ماهیپر بريښنا بند هر کال درې نیمې میاشتې پرچاو وي

کابل/ باختر د وږي د میاشتې ۵ مه
د ماهیپر بريښنا بند چې پر مټ یې ۵۸ میګاواټه بريښنا تولیدیږي، هر کال د اوبو د کمښت له امله درې نیمې میاشتې پرچاو وي.
د بريښنا شرکت د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د تولیدوي بريښنا دغه بند په درې نیمو میاشتو (چنګاښ، زمري، وږي او د تلې میاشتې تر۱۵مې) نیټې پورې د اوبو د کمښت له امله بريښنا نه تولیدوي.
د دې بريښنا بند رييس انجنیر محمد صدیق عزیزي وایې: " موږ هر کال د یادو درې نیمو میاشتو پارچوۍ څخه په ګټې اخستنې سره، خپل ماشینونه ترمیموو او د تلې په میاشت کې د کابل سیند د اوبو په را ډېرېدو سره سم دغه ماشینونه یو په بل پسې چالانوو."
عزیزي زیاتوي: "د تلې د میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې درې واړه توربینونه فعالیږي او ۵۸ میګاواټه بريښنا تولیدوي چې ورسره سم د کابل ښار په بريښنا باندې مستقیم اغېز لري."
نوموړی وایي چې د ماهيپر د تولیدي بريښنا بند له دغو درې نیمو میاشتو پرچاوۍ پرته د کال په ۸ نیمو میاشتوکې په نورمال ډول بريښنا تولیدوي، چې تر ډيره ورسره د کابل ښار د ښاریانو د بريښنا د  پرچاوۍ ستونزه را کمیږي.
د یادونې وړ ده چې د ماهیپر د تولیدي بريښنا بند د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند په ۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی چې د الماني شرکت له خوا په ۱۳۴۵ لمریز کال کې یې په فعالیت پیل وکړ چې د دریو توربینونو په لرلو سره یې هغه وخت په اعظمي ډول ۶۶ میګاواټه بريښنا تولیدوله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته